news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د چین له سفره د ستنېدو پر مهال د امریکا د ولسمشر ډالۍ کثافات‌دانۍ ته وغورځول شوې

د چین له سفره د ستنېدو پر مهال د امریکا د ولسمشر ډالۍ کثافات‌دانۍ ته وغورځول شوې

د چین له سفره د ستنېدو پر مهال د امریکا د ولسمشر ډالۍ کثافات‌دانۍ ته وغورځول شوې

بریا نیوز (سه شنبه ،۲۹ثور ۱۴۰۵)  

د امریکا د ولسمشر د چین له رسمي سفره د بېرته ستنېدو پر مهال یو حیرانوونکی امنیتي اقدام د نړیوالو رسنیو پام ځانته اړولی دی. راپورونه وایي، هغه ټولې ډالۍ، نښانونه، برېښنایي وسایل او موبایلونه چې د چینایي چارواکو له لوري د امریکا ولسمشر او ورسره پلاوي ته ورکړل شوي وو، د سختو امنیتي اصولو له مخې کثافات‌دانۍ ته غورځول شوي دي

د سرچینو په وینا، د امریکا امنیتي ټیم الوتکې ته د پورته کېدو وړاندې پرېکړه وکړه چې هېڅ چینايي توکی، که هغه ډالۍ وي او که برېښنایي وسیله، د ولسمشرۍ الوتکې دننه د انتقال اجازه ونه لري. ویل کېږي، د سایبري جاسوسۍ، د معلوماتو د غلا او احتمالي امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره دغه بې‌ساری ګام اخیستل شوی دی

راپورونه زیاتوي چې امنیتي چارواکو په ځانګړي ډول موبایلونه، برېښنایي نښانونه او نور هوښیار وسایل له جدي شک سره کتلي او د هر ډول پټ تخنیکي خطر د مخنیوي لپاره یې ټول توکي له منځه وړي دي

سیاسي شنونکي وایي، دا پېښه د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د بې‌باورۍ ژوروالی ښيي. که څه هم دواړه هېوادونه په ډیپلوماټیکو اړیکو او سوداګریزو همکاریو ټینګار کوي، خو امنیتي اندېښنې لا هم د دواړو سترو قدرتونو ترمنځ د اړیکو پر فضا سیوری غوړولی دی

د نړیوال سیاست څارونکي باور لري چې د امریکا له لوري دغه سخت امنیتي چلند به د چین او امریکا د سیاسي او استخباراتي سیالیو په اړه نوې پوښتنې راولاړې کړي، ځکه دواړه هېوادونه په ټکنالوژۍ، اقتصاد او امنیتي برخو کې د پراخ نفوذ لپاره سخت رقابت کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto