د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې بروکسل ته د طالبانو د احتمالي بلنې پر ضد سخت غبرګون ښودلی
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې بروکسل ته د طالبانو د احتمالي بلنې پر ضد سخت غبرګون ښودلی
بریا نیوز (سه شنبه ،۲۹ثور ۱۴۰۵)
د اروپایي ټولنې له مشرانو غوښتي چې بروکسل ته د طالبانو د استازو د وربللو راپور شوي پلانونه ژر تر ژره لغوه کړي. دغه غوښتنه وروسته له هغې راپورته شوې چې ځینو اروپایي سرچینو ویلي، اروپایي کمېسیون غواړي د افغانستان د کډوالو او له اروپا څخه د ناقانونه مهاجرینو د ایستلو په تړاو له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپل توند غبرګون کې ویلي، د طالبانو استازو ته په اروپایي پلازمېنه کې د رسمي خبرو زمینه برابرول به د بیان ازادۍ، بشري حقونو او د خبریالانو د امنیت په اړه خطرناکې پوښتنې راپورته کړي. دغې ادارې ټینګار کړی چې په افغانستان کې لا هم خبریالان له محدودیتونو، فشارونو او سختو ستونزو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د دغو حقایقو له پامه سترګې پټې نه کړي
د راپورونو له مخې، اروپایي چارواکي هڅه کوي د کډوالۍ د زیاتېدونکي بحران د مهارولو لپاره له طالبانو سره د همغږۍ یوه لاره ومومي، څو هغه افغان کډوال چې د پناه غوښتنې دوسیې یې رد شوې، بېرته افغانستان ته ولېږدول شي. خو د بشري حقونو ګڼو ملاتړو بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا ډول مذاکرات به طالبانو ته د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو فرصت برابر کړي
شنونکي وایي، اروپایي ټولنه اوس له یوې سختې سیاسي او بشري معما سره مخ ده. له یوې خوا د کډوالۍ فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي او اروپایي حکومتونه د سرحدونو د کنټرول لپاره نوې لارې لټوي، خو له بلې خوا د بشري حقونو، د ښځو ازادۍ او د رسنیو د خوندیتوب موضوعات د نړیوالو ارزښتونو مهمه برخه ګڼل کېږي
د سیاسي چارو کارپوهان باور لري، که اروپایي ټولنه له طالبانو سره رسمي تماسونه پراخ کړي، نو دا به د افغانستان د سیاسي راتلونکې او نړیوالو اړیکو په معادلو کې نوی بدلون رامنځته کړي
هغوی زیاتوي چې هر ډول احتمالي مذاکرات به نه یوازې د کډوالۍ پر موضوع اغېز وکړي، بلکې د نړیوالې ډیپلوماسۍ او د سیمې د سیاسي توازن پر راتلونکو تحولاتو به هم ژور سیوری وغورځوي
بلخوا د رسنیو د ازادۍ ملاتړي بنسټونه وایي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خبریالانو، مدني فعالانو او د بیان ازادۍ د خوندیتوب لپاره خپل فشارونه زیات کړي، ځکه د دوی په باور د رسنیو خاموشه کېدل به د حقیقت غږ هم کمزوری کړي
د نړیوال سیاست څارونکي باور لري چې د بروکسل او طالبانو ترمنځ هر ډول احتمالي اړیکې به د نړۍ د پام وړ موضوع وګرځي او ښايي په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان د سیاسي او ډیپلوماټیک وضعیت په اړه نوې بحثونه راپاروي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?