د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښهوالي په اړه د لندن او طالبانو خبرې؛ د ښځو پر مشارکت هم ټینګار شوی
د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي په اړه د لندن او طالبانو خبرې؛ د ښځو پر مشارکت هم ټینګار شوی
بریا نیوز (سه شنبه ،۲۹ثور ۱۴۰۵)
د بریتانیا د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ریچارد لیندزی ویلي چې په دوحه کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازي سهیل شاهین سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي پر لارو چارو خبرې کړې دي
لیندزی په یوه پیغام کې دغه لیدنه «ګټوره او ارزښتمنه» بللې او زیاته کړې یې ده چې دواړو لورو د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د عملي ګامونو پر اړتیا مفصل بحث کړی دی. د هغه په وینا، د سیمهییزو همکاریو پراختیا کولی شي د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم فرصتونه برابر کړي
د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د سرحدي ستونزو، د کډوالو وضعیت او د سیمهییزو امنیتي ننګونو په اړه هم نظرونه تبادله شوي دي. شنونکي وایي، د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې له ګڼو سیاسي او امنیتي فشارونو سره مخ شوې دي، خو نړیوال او سیمهییز ډیپلوماټیک هڅې غواړي د دې اړیکو د نرمولو لپاره نوې لارې ومومي
ریچارد لیندزی همدارنګه د افغان ښځو او نجونو د ګډون او حضور پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټولنې په پرمختګ کې د ښځو رول بنسټیز او نه جلا کېدونکی دی. د هغه په وینا، هېڅ باثباته او پرمختللې ټولنه د خپلو ښځو له فعال حضور پرته نه شي جوړېدای
سیاسي کارپوهان وایي، دا ډول لیدنې ښيي چې نړیواله ټولنه لا هم هڅه کوي د افغانستان د سیاسي او ټولنیز وضعیت په اړه د خبرو او تعامل لړۍ روانه وساتي، څو د سیمهییزو ستونزو د حل لپاره د تفاهم فضا رامنځته شي
د نړیوالو اړیکو شنونکي باور لري چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو ښهوالی به نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره مهم وي، بلکې د ټولې سیمې د امنیت، سوداګرۍ او ترانزیټ پر راتلونکي به هم مثبت اغېز ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?