عراقچي: که جګړه بېرته پیل شي، امریکا به له سختو او نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ شي
بریا نیوز (چهار شنبه ،۳۰ثور ۱۴۰۵)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو او پوځي ګواښونو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې د جګړې بېرته پیل به د واشنګټن لپاره خورا خطرناک او حیرانوونکي عواقب ولري
عراقچي ویلي، ایران به هېڅکله د فشار، بندیزونو او پوځي ګواښونو پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړي او د هېواد وسلهوال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید ځواب ورکولو ته بشپړ چمتو دي. نوموړي ټینګار کړی، که امریکا د تاوتریخوالي او جګړې لاره خپله کړي، نو ټوله سیمه به له یوې سترې بېثباتۍ سره مخ شي او د دې کړکېچ لمن به تر منځني ختیځ هم واوړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې ایراني ځواکونو د امریکا پرمختللې ایف–۳۵ جنګي الوتکه راغورځولې او امریکایي لوري هم د خپلو ګڼو الوتکو د له منځه تلو درانه زیانونه منلي دي. هغه ویلي، د ایران دفاعي ځواکونه اوس د پخوا په پرتله ډېر پیاوړي شوي او هر ډول برید ته به “قاطع او دردناک” ځواب ورکړي
عراقچي همداراز زیاته کړې، تهران لا هم د خبرو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي، خو د زور او تهدید ژبه به هېڅکله د ایران ملت شا ته نه کړي. نوموړي ویلي، نړیوال قدرتونه باید د جګړې د اور د بلېدو پر ځای د سیاسي حل لارو ملاتړ وکړي، ځکه نوې شخړه به نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال اقتصاد او امنیت هم له جدي ګواښ سره مخ کړي
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي ترینګلتیا بېسارې کچې ته رسېدلې او نړیوال څارونکي اندېښنه څرګندوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان تاوتریخوالی ښايي د یوې پراخې او خطرناکې جګړې بڼه خپله کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?