news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مسکو: ایران د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري

مسکو: ایران د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري

مسکو: ایران د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري

بریا نیوز (چهار شنبه ،۳۰ثور ۱۴۰۵)

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر  ویلي، د ایران اوسنی مشرتابه لا هم خپلو نړیوالو ژمنو ته وفادار دی او د اټومي وسلو د جوړولو هېڅ اراده نه لري

ریابکوف ټینګار کړی چې ایران د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د کارولو بشپړ حق لري او نړیوال لوري باید دغه حق ته درناوی وکړي. نوموړي زیاته کړې، مسکو باور لري چې د تهران او واشنګټن ترمنځ روان کړکېچ باید د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، نه د زور او پوځي ګواښونو له لارې

روسي چارواکي همداراز ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب رول ترسره کړي، څو د سیمې امنیت خوندي پاتې شي او د جګړې د اور د پراخېدو مخه ونیول شي

دغه څرګندونې په داسې حساس وخت کې کېږي چې د منځني ختیځ فضا یو ځل بیا ترینګلې شوې او د احتمالي شخړو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي. سیاسي شنونکي وایي، روسیه هڅه کوي د روانو کړکېچونو په حل کې خپل اغېزناک سیاسي حضور نور هم پیاوړی کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto