لبنان کې د اسرائیلي بریدونو قربانیان له درې زرو واوښتل
بریا نیوز (چهار شنبه ،۳۰ثور ۱۴۰۵)
د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي، د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د روانې جګړې له امله په دغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر له درې زرو تنو اوښتی دی
د وزارت چارواکو زیاته کړې، د اسرائیلي هوايي بریدونو له کبله زرګونه نور کسان ټپیان شوي او د لبنان ګڼې سیمې له سخت بشري ناورین سره مخ شوې دي
راپورونه وایي، د جګړې له پراخېدو سره د لبنان په سویلي سیمو کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې او زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي
بلخوا حزب الله ویلي، د اسرائیلي بریدونو پر وړاندې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، خو اسرائیلي پوځ ادعا کړې چې د حزب الله پوځي مرکزونه او وسلې په نښه کوي
د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام به د منځني ختیځ امنیت نور هم له ګواښ سره مخ کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1669
-
اخبار افغانستان
734
-
مقاله
320
-
سیاست
88
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl