د ایران پر ضد د نوي برید ګواښ؛ ټرمپ د جګړې د اور د بلېدو خبرداری ورکړ
بریا نیوز (چهار شنبه ،۳۰ثور ۱۴۰۵)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر ضد د پوځي اقدام توندې څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي، که د تهران او واشنګټن ترمنځ اټومي خبرې کومې پایلې ته و نه رسېږي، نو ښايي په راتلونکو ورځو کې پر ایران بیا برید وشي
ټرمپ په خپلو تازه خبرو کې ټینګار کړی چې امریکا به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي
نوموړي ویلي، د واشنګټن زغم محدود دی او که ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي، نو “ټول انتخابونه پر مېز پراته دي
د دغو څرګندونو له خپرېدو وروسته په نړیوالو سیاسي کړیو کې اندېښنې زیاتې شوې دي. شنونکي باور لري چې د امریکا او ایران ترمنځ روان کړکېچ ښايي د منځني ختیځ امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي او د سیمې پر اقتصاد، انرژۍ او نړیوال ثبات به پراخ اغېز وکړي
بلخوا ایراني چارواکو د ټرمپ خبرو ته سخت غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې هر ډول پوځي اقدام به “سخت او دردناک ځواب” ولري. تهران وایي، د فشار او ګواښ سیاست به د ایران دریځ بدل نه کړي او هېواد به د خپلو ملي ګټو دفاع ته دوام ورکړي
په همدې حال کې د نړۍ ګڼو هېوادونو د جګړې د مخنیوي غوښتنه کړې او د خبرو اترو پر دوام یې ټینګار کړی دی. سیاسي څارونکي وایي، که د واشنګټن او تهران ترمنځ روان تاوتریخوالی لا پسې زیات شي، نو سیمه به د یوې نوې او خطرناکې جګړې پر لور ولاړه شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1669
-
اخبار افغانستان
734
-
مقاله
320
-
سیاست
88
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl