د ننګرهار او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګهونې نوې هیلې
بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)
د اوزبېکستان د سوداګرۍ خونې مرستیال سهراب عبدالرحمنوف په مشرۍ د ۷۰ کسیز سوداګریز او صنعتي پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي محمد نعیم اخند سره کتلي او د دواړو لورو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګهونې او ګډو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د ننګرهار والي ویلي چې افغانستان، په ځانګړي ډول ننګرهار، د صنعت، کرنې، ترانزیټ، برېښنا او طبیعي زېرمو له پلوه پراخ اقتصادي فرصتونه لري او اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ملاتړ ته بشپړه ژمنتیا لري
هغه ټینګار کړی چې د سیمهییزې سوداګرۍ پراختیا کولای شي د افغانستان اقتصادي بهیر لا پیاوړی کړي او د کارموندنې، تولید او صادراتو لپاره نوې لارې پرانیزي
بلخوا اوزبېکستاني پلاوي هم ویلي چې غواړي له ننګرهار او د افغانستان له نورو ولایتونو سره په بېلابېلو برخو کې عملي او دوامدارې سوداګریزې اړیکې رامنځته کړي. د پلاوي غړو د کرنې، صنعت، لېږد رالېږد، خوراکي توکو او ساختماني برخو کې د ګډو پانګهونو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی
دغه پلاوي د ننګرهار والي او افغان سوداګرو ته اوزبېکستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پراخې او ګډې سوداګریزې پروژې عملي شي
شنونکي وایي، د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا نه یوازې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه لوړه کولای شي، بلکې د سیمې د اقتصادي نښلونې او ترانزیټي همکاریو لپاره هم مهم ګام بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?