news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

چین د کیمیاوي موادو پر صادراتو کلک بندیزونه ولګول

چین د کیمیاوي موادو پر صادراتو کلک بندیزونه ولګول

چین د کیمیاوي موادو پر صادراتو کلک بندیزونه ولګول

بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)

چین اعلان کړی چې افغانستان ته د ۴۱ ډوله خامو کیمیاوي موادو صادرات به له دې وروسته هم یوازې د ځانګړي جواز له لارې ترسره کېږي

د چین حکومت وایي، دا پرېکړه یې د صادراتو د څار پیاوړتیا او د نشه‌يي توکو په جوړولو کې د دغو موادو د کارېدو د مخنیوي لپاره کړې ده

د چین د چارواکو په وینا، افغانستان، میانمار او لاوس هغه هېوادونه دي چې ورته د یادو کیمیاوي موادو لېږد له سختو اصولو او جواز پرته نه شي کېدای. ویل کېږي چې دغه ګام د سیمې د امنیت، د نشه‌يي توکو د خپرېدو د مخنیوي او د ناقانونه کاروبارونو د محدودولو لپاره اخیستل شوی دی

چین ټینګار کړی چې د خامو کیمیاوي موادو ناقانونه کارونه د نړیوالو اندېښنو سبب شوي او بېلابېل هېوادونه هڅه کوي چې د دغو موادو د لېږد بهیر تر سختې څارنې لاندې راولي

ورته مهال چین د امریکا، کاناډا او مکسیکو لپاره هم د صادراتي کنټرول نوملړ پراخ کړی دی. د راپورونو له مخې، هغه مواد چې د صادراتو ځانګړي جواز ته اړتیا لري، له ۱۳ څخه ۱۶ ته لوړ شوي دي. شنونکي وایي، دا پرېکړه ښيي چې بیجینګ غواړي د حساسو کیمیاوي توکو د لېږد په برخه کې لا ډېر احتیاط او سخت دریځ غوره کړي

کارپوهان باور لري چې د دغو بندیزونو دوام به پر سیمه‌ییزو سوداګریزو اړیکو، د کیمیاوي توکو پر بازار او د صنعتي توکو پر لېږد هم اغېز وکړي

بلخوا ځینې شنونکي وایي، د چین دا تګلاره د نړیوالو فشارونو او د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې له پراخېدونکو هڅو سره هم تړاو لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto