news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پنجاب کې د کډوالو پر ضد پراخ عملیات؛ زرګونه افغانان ایستل شوي

پنجاب کې د کډوالو پر ضد پراخ عملیات؛ زرګونه افغانان ایستل شوي

پنجاب کې د کډوالو پر ضد پراخ عملیات؛ زرګونه افغانان ایستل شوي

بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو اعلان کړی چې د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو د روان بهیر په ترڅ کې تر اوسه له دغه ایالته څه باندې ۳۵ زره بهرني وګړي، چې ګڼ شمېر یې افغانان دي، ایستل شوي دي

د پنجاب پولیسو ویلي، دغه عملیات د ناقانونه کډوالو د پېژندنې او ایستلو لپاره روان دي او امنیتي ادارې هڅه کوي هغه کسان بېرته خپلو هېوادونو ته واستوي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري

راپورونه وایي، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر ضد پلټنې او نیونې زیاتې شوې دي. ګڼو افغان کورنیو شکایت کړی چې د نیونو، پلټنو او جبري ستنولو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي

بلخوا د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو اندېښنه ښودلې چې د کډوالو جبري ایستل ښايي د زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړي، ځکه ډېری بېرته ستنېدونکي کسان په افغانستان کې د بې‌وزلۍ، بېکارۍ او ناامنۍ له ستونزو سره مخامخ کېږي

شنونکي وایي، د پاکستان دا تګلاره نه یوازې پر افغان کډوالو سخت اغېز کوي، بلکې د دواړو هېوادونو پر سیاسي او ټولنیزو اړیکو هم سیوری غوړولی شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto