news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تهران واشنګټن ته توند پیغام: د یورانیمو سپارل د هوکړې دروازې تړي

تهران واشنګټن ته توند پیغام: د یورانیمو سپارل د هوکړې دروازې تړي

تهران واشنګټن ته توند پیغام: د یورانیمو سپارل د هوکړې دروازې تړي

بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي خبرداری ورکړی، که امریکا د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو د سپارلو غوښتنه وکړي، نو د تهران او واشنګټن ترمنځ هر ډول احتمالي هوکړه به له ناکامۍ سره مخ شي

بقایي ویلي، د ایران اتومي پروګرام د هېواد مشروع حق دی او تهران به هېڅکله داسې شرطونه ونه مني چې د هېواد ملي ګټې او خپلواک دریځ زیانمن کړي. نوموړي ټینګار کړی چې خبرې اترې باید د متقابل درناوي او باور جوړونې پر بنسټ ولاړې وي، نه د فشار او ګواښ پر تګلارې

هغه زیاته کړې، ایران د سوله‌ییز اتومي پروګرام ملاتړ کوي او د خپلو علمي، انرژۍ او روغتیايي اړتیاوو لپاره به خپلو اتومي فعالیتونو ته دوام ورکړي

بلخوا سیاسي شنونکي وایي، د غني شویو یورانیمو موضوع د ایران او امریکا ترمنځ د اختلاف تر ټولو حساسې او لانجمنې برخې څخه ده. د دوی په باور، واشنګټن هڅه کوي د تهران اتومي وړتیاوې محدودې کړي، خو ایران بیا دا غوښتنې د خپل ملي حاکمیت پر ضد بولي

کارپوهان باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور بې‌باوري، سیاسي فشارونه او د اتومي پروګرام پر سر سخت اختلافونه لا هم د هر ډول نوې هوکړې پر وړاندې ستر خنډونه ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto