news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

امریکا د اقامت د بدلون پر تګلارې سخت محدودیتونه ولګول

امریکا د اقامت د بدلون پر تګلارې سخت محدودیتونه ولګول

امریکا د اقامت د بدلون پر تګلارې سخت محدودیتونه ولګول

بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې اعلان کړی چې له دې وروسته به د اقامت د وضعیت بدلون یوازې په ځانګړو او استثنايي حالتونو کې منل کېږي

د نوې تګلارې له مخې، هغه کسان چې په لنډمهالو ویزو امریکا ته داخل شوي او غواړي دایمي اقامت یا ګرین‌کارټ ترلاسه کړي، اړ دي خپل هېواد ته بېرته ستانه شي او هلته د امریکا د سفارت له لارې رسمي غوښتنلیک وړاندې کړي

یادې ادارې ویلي، دغه پرېکړه د کډوالۍ د قوانینو د سم پلي کېدو، د ویزو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او په امریکا کې د ناقانونه پاتې کېدو د کمولو لپاره شوې ده

د کډوالۍ چارو شنونکي وایي، دا نوې تګلاره به د هغو زرګونو کسانو لپاره لوی بدلون رامنځته کړي چې تر دې وړاندې یې د امریکا دننه د اقامت د بدلون غوښتنې کولې. د دوی په باور، دغه پرېکړه ښايي د ویزو پر بهیر، د کورنیو پر یوځای کېدو او د کډوالۍ پر قانوني لارو هم اغېز وکړي

بلخوا ځینې حقوقي کارپوهان اندېښنه څرګندوي چې نوې تګلاره به د ګڼو بهرنیو وګړو لپاره ستونزې زیاتې کړي، ځکه ډېری کسان د امنیتي، اقتصادي او یا هم شخصي ستونزو له امله نه شي کولای خپل هېواد ته بېرته ستانه شي

د امریکا حکومت ټینګار کړی چې د کډوالۍ نظام باید د خپلو اصلي اصولو له مخې تنظیم شي او هر څوک باید د قانوني لارو چارو له لارې د اقامت غوښتنه وکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto