د ټاپي پروژې د هرات فاز چارې تر ۵۲ سلنې رسېدلې دي
بریانیوز- سه شنبه، ١۹ جوزا ١٤٠٥
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې د ټاپي ګاز نللیکې پروژې د هرات فاز ودانیزې چارې د پام وړ پرمختګ کړی او اوس نږدې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي
د نوموړي په وینا، تر اوسه د پروژې په چوکاټ کې ۸۰ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د نللیکې د تېرېدو لپاره ۱۲۶ کیلومټره مسیر هم چمتو شوی دی
هغه زیاته کړې چې د پروژې د تخنیکي او څارنیزو اړتیاوو لپاره ۱۰۸ کیلومټره نښلوونکی او نظارتي سړک جوړ شوی او ۳۶.۳ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده
د همایون افغان د معلوماتو له مخې، ۷۲.۳ کیلومټره نوره نللیکه هم د پروژې ساحې ته لېږدول شوې چې د راتلونکو پړاوونو په عملي کولو کې به ترې ګټه واخیستل شي
د ټاپي پروژه د سیمې له سترو انرژۍ پروژو څخه ګڼل کېږي چې موخه یې د طبیعي ګاز د افغانستان له لارې او ته لېږدول دي
اقتصادي شنونکي باور لري چې د دغې پروژې بشپړېدل به د افغانستان لپاره د ترانزیټي عوایدو، کاري فرصتونو او سیمهییزو اقتصادي همکاریو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي
دا پرمختګ په داسې وخت کې اعلانېږي چې د ټاپي پروژې د عملي کېدو بهیر د افغانستان او سیمې د اقتصادي نښلونې له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1681
-
اخبار افغانستان
770
-
مقاله
397
-
سیاست
102
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl