اروپایي ټولنه: یوازې مجرم او امنیت ته ګواښ پېښوونکي افغانان اخراجېږي
بریانیوز- سه شنبه ۲ سرطان ١٤٠٥
اروپایي کمېسیون ویاند ویلي : چې اروپایي هېوادونه یوازې هغه افغان کډوال باسي چې په جرمونو کې ښکېل وي او د غړو هېوادونو امنیت ته احتمالي ګواښ بلل کېږي
نوموړي څرګنده کړې چې د کډوالو د ایستلو پرېکړه د اروپایي ټولنې د هر غړي هېواد خپلواک صلاحیت دی او هر هېواد د خپلو قوانینو او امنیتي ارزونو له مخې پرېکړه کوي.
د لامرت په وینا، اروپایي کمېسیون د اخراج د پرېکړو مسئول نه دی، بلکې یوازې د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي، تخنیکي اسانتیاوې او اړوندې خبرې اترې پرمخ وړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د طالبانو یو پلاوی نن (سهشنبه) له ترکیې څخه بروکسل ته سفر وکړي، څو د کډوالۍ او یو شمېر نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه له اروپایي چارواکو سره خبرې وکړي.
دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د افغان کډوالو د وضعیت او د هغوی د ایستلو د پالیسۍ په اړه په اروپا کې بحثونه لا هم روان دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1695
-
اخبار افغانستان
802
-
مقاله
479
-
سیاست
141
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl