ولسمشرټرمپ: د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه خوشې شوې
بریانیوز- سه شنبه ۲ سرطان ١٤٠٥
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه خوشې شوې او دا بودیجه به د خوراکي توکو او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي
نوموړي د سویس په مذاکراتو کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د لومړي پړاو له پایلو هم خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خبرې په مثبت لوري روانې دي
ټرمپ ویلي: «د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوې او ټاکل شوې چې دغه پیسې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره وکارول شي»
د هغه په وینا، د دې پروګرام له لارې به خوراکي توکي تر ډېره له امریکا او امریکايي کروندګرو څخه وپېرل شي، چې هم به بشري اړتیاوې پوره کړي او هم به د امریکا د کرنې سکتور ته ګټه ورسوي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري او دواړه لوري د اختلافاتو د کمولو لپاره د خبرو اترو پر لاره تمرکز کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1695
-
اخبار افغانستان
802
-
مقاله
479
-
سیاست
141
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl