کیم جونګ اون: د اټومي ځواک کارول د نړیوالو امنیتي ننګونو د مخنیوي یوازینۍ لاره ده
بریانیوز- سه شنبه ۲ سرطان ١٤٠٥
پېونګیانګ – د شمالي کوریا مشر ویلي چې د هېواد د اټومي قدرت کارول او ساتل د نړیوال امنیت د بې ثباته او پېچلي وضعیت په وړاندې “یوازینۍ عملي لاره” ده
کیم جونګ اون د تازه وینا پر مهال ټینګار کړی، د نړۍ اوسنی امنیتي وضعیت “نه اټکل کېدونکی او ډېر پېچلی” شوی، او له همدې امله شمالي کوریا باید خپل د اټومي دولت دریځ نور هم پیاوړی کړي
هغه زیاته کړې چې د هېواد د دفاعي سیاست بنسټ به د اټومي ځواک پر ستراتیژۍ ولاړ وي، څو د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د “مؤثر بازدارنده ځواک” په توګه عمل وکړي
د کیم دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کوریا ټاپووزمه لا هم د لوړې پوځي تاوتریخوالي، د امریکا او سیمه ییزو متحدینو د ګډو پوځي تمرینونو، او د اټومي بې وسلې کېدو د نړېوالو هڅو تر سیوري لاندې ده
کارپوهان وايي، د پیونګیانګ دا ډول څرګندونې معمولاً د سیمې د ډیپلوماتیکو فشارونو د زیاتېدو او د لوېدیځو هېوادونو سره د خبرو اترو د درېدلو نښه بلل کېږي
تر اوسه نړیوالې ټولنې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي، او د بندیزونو او ډیپلوماتیکو فشارونو لړۍ لا هم روانه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1695
-
اخبار افغانستان
802
-
مقاله
479
-
سیاست
141
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl