news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د خلیج هېوادونه: د ایران او امریکا کړکېچ دې د سیمې امنیت نه ګواښي

د خلیج هېوادونه: د ایران او امریکا کړکېچ دې د سیمې امنیت نه ګواښي

د خلیج هېوادونه: د ایران او امریکا کړکېچ دې د سیمې امنیت نه ګواښي

بریانیوز - پنجشنبه ٢۵ سرطان ١٤٠٥

دوحه – د خلیج یو شمېر هېوادونو د ایران او امریکا ترمنځ د روانو پوځي ترینګلتیاوو له پراخېدو وروسته، په سیمه کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده

د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي په وروستیو امنیتي پېښو کې د متحده عربي اماراتو دوه د تېلو لېږدوونکې کښتۍ زیانمنې شوې، چې له امله یې د عملې یو شمېر غړي ټپیان او ورک شوي دي

له دغو پېښو وروسته قطر، کویټ، بحرین او متحده عربي اماراتو په جلا جلا اعلامیو کې ټینګار کړی چې د تهران او واشنګټن شخړه باید د سیمې نورو هېوادونو ته ونه غځېږي او د خلیج امنیت او ثبات له خطر سره مخ نه کړي

یادو هېوادونو د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او د کړکېچ د سوله‌ییز حل ملاتړ کړی او خبرداری یې ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام به د هرمز تنګي د امنیت او د نړیوالې انرژۍ د لېږد پر بهیر منفي اغېزې ولري

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې قطر او عمان لا هم د منځګړیتوب هڅې روانې ساتلي، خو د اوسني کړکېچ د ژر هواري احتمال لا هم کم ښکاري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto