د حزب اسلامي مخکښ غړي، انجنیر حبیبالرحمن حکمتیار، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د منتخب نظام غوښتنه مطلق افراط نه، بلکې د ولس مشروع حق دی.
بریانیوز – پنجشنبه، ۲۵ سرطان ۱۴۰۵
حکمتیار په خپلو څرګندونو کې ویلي:
«داسې څرګندونې مطلق افراط دی. د منتخب نظام غوښتنه چا ته شخصي امتیاز نه دی. موږ وایو چې ولس دې خپل مشران او استازي وټاکي، تر څو هغوی د هېواد په ټولو تصمیمونو کې برخه ولري.
دا اوس زه له ولسه وېرېږم که دوی؟ زه د شخصي ګټو پسې ګرځم که دوی؟
همدا اوس بیتالمال او ټوله بودیجه له ولسه پټه ساتل شوې ده. څوک ترې ګټه اخلي؟ ایا زما خبره غلطه ده چې د ولس استازي باید پرې نظارت ولري، که د دوی خبره غلطه ده چې غواړي یوازې ځان ته حق ورکړي؟
زه د دوی د هغې تګلارې مخالف یم چې له تعلیم سره دښمني پالي او کار اهل کسانو ته نه سپاري. ایا دا ماته شخصاً کومه ګټه لري؟ که دوی خپل منافع په خطر کې ویني او ځان د هر څه لپاره اهل ګڼي او پر بل هېڅ باور نه کوي.
زه وایم پر ولس باور وکړئ، خو دوی پرې باور نه کوي، او ملامت بیا هم زه شم! عجیبه نه ده؟
بیا د تعجب خبره دا ده چې خپل ټول کارونه په دین توجیه کوي. نعوذ بالله، داسې انګیري چې ګواکې ټول ملت ګمراه او کافر دی، او هر څه دوی ته حلال او نورو ته ناروا دي. افراط همدی ته وایي.»
د یادونې وړ ده چې د حکمتیار دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي ویلي وو، دوی به د مخالفینو د خوشحالولو لپاره له هېڅ دیني حکم څخه تېر نه شي او د نظام پر ضد د بهر مېشتو مخالفانو نیوکې یې د شخصي ګټو او مالي امتیازونو لپاره تبلیغات بللي وو.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?