news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د بشري حقونو سازمان: د افغان پناه غوښتونکو جبري ستنول دې ودرول شي؛ د شکنجې او ځورونې ګواښ شته

د بشري حقونو سازمان: د افغان پناه غوښتونکو جبري ستنول دې ودرول شي؛ د شکنجې او ځورونې ګواښ شته

د بشري حقونو سازمان: د افغان پناه غوښتونکو جبري ستنول دې ودرول شي؛ د شکنجې او ځورونې ګواښ شته

(بریانیوز چهارشنبه (۲۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د بشري حقونو یوې نړیوالې ادارې له فرانسې غوښتي چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري ستنولو بهیر سمدستي ودروي، ځکه د دغه بنسټ په وینا، له طالبانو سره هر ډول هوکړه بېرته ستنېدونکي کسان د شکنجې او ناوړه چلند له جدي خطر سره مخ کولای شي

یادې ادارې ټینګار کړی چې فرانسوي چارواکو لا هم د افغان پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د خوندیتوب لپاره لازم ډاډ نه دی ورکړی. د دې بنسټ په وینا، هغه کسان چې افغانستان ته ستنېږي، ښايي له جدي ګواښونو سره مخ شي

د بشري حقونو دغه بنسټ همداراز ویلي چې تر دې وړاندې هم افغانستان ته بېرته ستانه شوي کسان نیول شوي او ځورول شوي دي. له همدې امله یې له فرانسې غوښتي چې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب په اړه د روښانه او باوري تضمینونو تر ترلاسه کېدو پورې د هغوی د جبري ستنولو مخه ونیسي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto