news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسد قیصر: په خیبر پښتونخوا کې زموږ شاوخوا دوه زره فعالان نیول شوي

اسد قیصر: په خیبر پښتونخوا کې زموږ شاوخوا دوه زره فعالان نیول شوي

اسد قیصر: په خیبر پښتونخوا کې زموږ شاوخوا دوه زره فعالان نیول شوي

(بریانیوز چهارشنبه (۲۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د پاکستان تحریک انصاف مخکښ مشر اسد قیصر ادعا کړې، چې له تېرې ورځې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د دغه ګوند شاوخوا دوه زره سیاسي فعالان نیول شوي دي. نوموړي د سیاسي فعالانو پر کورونو چاپې او د پارلمان د غړو نیول په کلکه غندلي او د ټولو نیول شویو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده

اسد قیصر ویلي، د سیاسي فعالانو نیول او پر کورونو چاپې وهل د سیاسي اختلافاتو د حل لاره نه ده. نوموړي ټینګار کړی، چې د زور او فشار له لارې د مخالفانو غږ نه شي غلی کېدای او په هېواد کې روانې ستونزې باید د قانون او خبرو اترو له لارې حل شي

هغه د خیبر پښتونخوا له لوړپوړو چارواکو غوښتي، چې د نیول شویو سیاسي فعالانو او د پارلمان د غړو د وضعیت په اړه وضاحت ورکړي او ټول کسان له ځنډ پرته خوشې کړي

د تحریک انصاف دغه مشر د سیاسي فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د سیاسي مخالفانو پر وړاندې اقدامات د سیاسي فضا د لا ترینګلتیا لامل کېدای شي

تر اوسه په ورکړل شویو معلوماتو کې د نیول شویو کسانو د هویت، د نیونو د لاملونو او د چارواکو د رسمي دریځ په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې شو

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto