شیخ هيبتالله څنګه امیر شو؟
تواب عبدالله
بریانیوز- سهشنبه، ٢١ میزان ١٤٠٥
شیخ هيبت الله اخوندزاده په ۲۰۱۶م کال کې، د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته، د طالبانو د رهبرۍ شورا له خوا د طالبانو د امیر په توګه وټاکل شو. د طالبانو روایت دا دی چې د رهبرۍ شورا په اتفاق هغه انتخاب کړ او سراجالدین حقاني او ملا محمد یعقوب یې مرستیالان وټاکل شو. نورو سرچینو هم تأیید کړيده چې ټاکنه د طالبانو د رهبرۍ شورا دننه شوې وه.
په ۲۰۱۶ کې هغه په اصل کې د طالبانو د تحریک امیر وټاکل شو؛ په هغه وخت کې طالبان د افغانستان پر ټول قلمرو حاکميت نه درلود. کله چې طالبانو په ۲۰۲۱ د اګست په مياشت کې کابل او تقریباً ټول هېواد ونیو، هماغه د تحریک امیر د نوي نظام حاکم شو.
دلته يوه فقيه پوښتنه دا ده.
ایا د یوه تحریک دننه پخوانی بیعت، د هېواد له نیولو وروسته په اتومات ډول د ټول ملت عام بیعت ګرځيدلی شي؟
د بحث اصلي نقطه همدا ده چې طالب پلويان ورڅخه تيښته کوي.
دوهم: بیعتِ خاصه او بیعتِ عامه اصطلاح باندی علماء او د مدرسې طالبان پوهيږي.
په اسلامي سیاسي فقه کې د اهل الحل والعقد له خوا د امام ټاکل مهم مفهوم دی. په یوه تازه علمي څېړنه کې چې د اسلامي سیاسي فقهې د بیعت نظریات راټولوي، همدا توپیر څېړل شوی د اهل الحل والعقد له لارې ټاکنه، استخلاف، او د غلبې له لارې د واک ټینګېدل جلا فقهي حالتونه دي.
Journal of Islamic and Religious Studies
بيعت خاصه څه دی؟
بیعت خاصه دا دی چې اهل الحل والعقد یا د امت باصلاحیته استازي له یوه کس سره بیعت وکړي.
بیعت عامه بیا د ټولنې د اکثريت څخه پوښتنه او د اطاعت څرګندونه ده. د ابوبکر صدیق رض په قضیه کې د سقیفې لومړنۍ پروسه محدوده وه، خو مسئله هماغلته ختمه نه شوه؛ وروسته په مسجد کې عام بیعت هم وشو. له همدې امله د طالبانو په قضیه کې مهمه پوښتنه دا ده چې د ۲۰۱۶ شورا د طالبانو اهل الحل والعقد وو، که د ټول افغان امت اهل الحل والعقد؟
د طالبانو اهل الحل والعقد او د ټول افغانستان اهل الحل والعقد يو شان ندي پدی طالبان هم پوهيږي.
درېیم: د اهل الحل والعقد مسئله بايد وڅيړل شي.
که طالبان استدلال ګوي چې د دوی د رهبرۍ شورا اهل الحل والعقد وه، باید معلومه شي چې د ټول افغانستان د اهل الحل والعقد استازیتوب یې څنګه کاوه؟
افغانستان یوازې د طالبانو نه دی اونه ټول ملت طالب دی. په هېواد کې نور حنفي علماء، د نورو فقهي مذهبي ټولنو علماء، قومي مشران، متخصصین، تجاران، پوهان، د ولایتونو استازي او نور نفوذ لرونکي مسلمانان هم شتون لري.
نو دلته یوه فقهي پوښتنه مطرح کېږي.
ایا یوه جګړه کوونکې اسلامي ډله کولای شي خپل داخلي اهل الحل والعقد د ټول امت اهل الحل والعقد وګڼي؟
دا هغه برخه ده چې ولس د طالبانو څخه فقيه ځواب غواړي د اسلامي اصولو په دايره کې ترڅو ددوی حاکميت ثابت کړي په اسلامي اصولو سره یوازې دا ویل چې اهل الحل والعقد شورا هيبت الله امیر ټاکلی دی دا نه ثابتوي چې د کويټې شورا د ټول افغان ملت د اهل الحل والعقد نمایندګي کوله. يا کابل کې د بيعت خاصه له لارې د امير ټاکل.
څلورم: طالبان وايي مونږ د تغلب له لارې واکمن شوي يو او تغلّب په اسلامي فقه کې ځای لري نو دلته باید د طالبانو په حق کې موجود فقهي استدلال هم په بشپړ ډول وڅيړو. په فقه کې د امام المتغلب یا د غلبې له لارې د بالفعل واکمن مسئله شته. د فقهاوو یوه موخه دا وه چې که یو واکمن بالفعل حاکم شوی وي او د هغه پر ضد دوامداره پاڅون د مسلمانانو وینه تویوي او فتنه رامنځته کوي، ټولنه باید په دائمي کورنۍ جګړې کې ښکیل نشي. معاصرې فقهي څېړنې هم یادونه کوي چې فقهاوو د تغلب له لارې د ټینګ شوي واک مسئله د نظم او د لویې فتنې د مخنیوي په منطق جلا څېړلې ده.
Journal of Islamic and Religious Studies
د طالبانو لپاره همدا استدلال د ۲۰۲۱ وروسته تر ۲۰۱۶ ډېر قوي شو: هغوی بالفعل د امريکايانو سره د دوحې د قرارداد وروسته افغانستان ونیو، پخوانی دولت سقوط وکړ، د هېواد پر ډېره برخه یې واحد مرکزي واک ټینګ کړ او امنیتي اداري دستگاه یې جوړه کړه.
طالبان پوهيږي او ځکه له همدې ځایه طالب پلوه عالمان استدلال کوي. که د لومړني انتخاب په طریقه بحث هم وي، د دطالبانو په وينا اوس بالفعل اسلامي حاکمیت قائم شوی د هغه پر ضد مسلح خروج که لویه فتنه او وینه تویونه راولي، شرعاً باید مخه یې ونیول شي. دا فقهي استدلال په اسانئ سره نه شي رد کېدلی.
پنځم: لوستونکي بايد پدې پوه شي متغلب حاکم د معصوم حاکم معنا نه لري ددی دواړو ته منځ ستر فرق موجود دی تر ټولو مهم فرق يي دا دی. که د تغلب فقهي قاعده ومنل شي، معنا یې دا نه ده چې د هيبت الله هر فرمان یې شرعي دی. او له هغه سره مخالفت حرام دی. يا پر سیاست یې نیوکه بغاوت دی، یا علماء باید هره پرېکړه د شيخ هيبت الله ومني.
صحیح حدیث کې اصل واضح او څرګند دی:
إنما الطاعة في المعروف. اطاعت یوازې په معروف کې دی. (صحیح بخاري او صحیح مسلم)
او لا طاعة في معصية الله
د الله په نافرمانۍ کې اطاعت نشته. (صحیح مسلم په همدې معنا روایتونه لري.)
نو حتی که د یوه امیر اصلِ امارت ومنل شي، د هغه هره جزئي پرېکړه په اتومات ډول د الله حکم نه ګرځي.
دا اصل پر هيبتالله او پر بل هر مسلمان حاکم تطبيق کيږي.
شپږم: د ۲۰۲۲ د علماوو غونډه څه بدلوي؟
طالبانو په ۲۰۲۲ کې کابل ته زرګونه علماء او مشران راوغوښتل. د غونډې په پای کې ګډونوالو له شیخ هيبتالله سره خپل بیعت تازه کړ او هغه یې د افغانستان شرعي حاکم وباله.
Pajhwok Afghan News
دا د طالبانو د موقف لپاره مهم دلیل دی. یعنې دا نور یوازې د ۲۰۱۶ د طالبانو د رهبرۍ شورا بیعت نه و؛ له ولایتونو څخه زرګونه علماء او مشران راغلي وو.
خو دلته بیا یوه پوښتنه بی ځوابه پاتې کېږي. مونږ او تاسی وليدل چې غونډه تر ډېره د طالبانو له نظام سره د نږدې علماوو په ګډون جوړه شوې وه؛ دا یوه عمومي لویه جرګه یا آزاد ملي انتخاباتي پروسه نه وه چې ټول مستقل سیاسي او ټولنیز جریانونه پکې په مساوي ډول د خپل استازي د ټاکلو فرصت ولري.
نو ۲۰۲۲ غونډه د هيبتالله اخند د بیعت دایره پراخوي خو بيا هم د هغی تحريک علماء وربلل شوي و خو دا چې آیا په قطعي ډول یې د ټول ملت بیعت عامه ثابت کړ بیا هم د بحث وړ مسئله ده.او طالبان پدی کی پاتی راغلي دي.
اووم: که یو افغان هيبتالله ته شخصاً بیعت نه وي کړی، حکم یې څه دی؟
دا ډېره حساسه مسئله ده. هيڅوک ددوی په اړه حکم په اسانۍ سره نشي کولی که کوم افغان شخصاً یې هيبتالله سره بیعت نه دی کړی شرعاً ګناهکار یا باغي دی. ځکه سیاسي مخالفت، د بیعت نه کول، او مسلح بغاوت درې مختلف شیان دي.
یو مسلمان ممکن ووايي زه اسلامي نظام غواړم، د طالبانو پر ضد وسله نه اخلم، خو د اوسني امیر د ټاکنې له طریقې یا د هغه له ځینو پالیسیو سره موافق نه یم دا کس یوازې په همدې خبره په اتومات ډول باغي نه شي ګرځېدای. دا ټکی دعډير مهم دی که يو څوک د نظام د اصلاح، شورا، انتخابات او اساسي قانون غواړي، دا باید لومړی د سیاسي فقهي د اختلافي مسلې په توګه وڅېړل شي. تر هغه چې څوک وسله وال خروج او جګړه نه کوي، د هغه علمي او سیاسي مخالفت له مسلح بغاوت سره یو شان کول ډېر لوی حماقت جهالت دی که هر څوک دا کار کوي.
اتم: ایا امیر مطلق صلاحیت لري؟
دلته د هيبت الله د اوسني نظام په اړه تر ټولو مهمه فقهي پوښتنه دا ده ته څوک يي؟
په اسلام کې خو امیر شارع نه دی؛ شارع الله تعالی دی.او مطلق حکم د الله تعالی دی
امیر اجتهاد کوي، علماء اجتهاد کوي، قاضي حکم کوي؛ او انسان خطا کېدای شي.
قرآن رسول الله صلی الله عليه وسلم ته فرمایي: وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ. په چارو کې له هغوی سره مشوره وکړه. (آل عمران: ۱۵۹) نو د طالبانو د اسلامي نظام لپاره مهمې پوښتنې دا دي: که امیر مو په یوه لویه ملي مسئله کې خطا وکړي، څوک یې اصلاح کولای شي؟
آیا مستقل علماء ورسره علناً اختلاف کولای شي؟
شورا یې پرېکړه بدلولای شي؟
قضاء د حکومت پر وړاندې مستقل حکم کولای شي؟
او که د امت لویه برخه د یوې پالیسۍ مخالفت وکړي، د هغوی د اورېدو او حل لپاره ستاسی میکانیزم څه دی؟
تاسی بايد پدی پوه شئ یوازې د اطاعت بحث کول او د شورا، نصیحت او محاسبې بحث پرېښودل د اسلامي حکومت بشپړ تصور نه وړاندې کوي.
نو ستاسی د امير شیخ هيبتالله د امارت په اړه متوازن حکم څه دی؟
حتی که شيخ هيبت الله د امارت د بالفعل حاکم په توګه ومنل شي، دا د هغه هره پرېکړه نه شرعي کوي. شرعي اطاعت في المعروف دی، او حاکم د شریعت، عدالت، شورا او د رعیت د حقوقو له اصولو پورته نه دی.
له همدې امله دا لاندی پوښتنه په شرعي لحاظ جدي ده: که هيبتالله اخند د ټول افغانستان امیرالمؤمنین دی، نو د افغانستان ټول مسلمان امت د هغه په ټاکنه، بیعت کې په کوم واضح میکانیزم سره شریک دی؟
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?