news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ولسمشر ډونالډټرمپ: له اردوغان څخه به د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان د ملاتړ غوښتنه وکړم

ولسمشر ډونالډټرمپ: له اردوغان څخه به د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان د ملاتړ غوښتنه وکړم

ولسمشر ډونالډټرمپ: له اردوغان څخه به د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان د ملاتړ غوښتنه وکړم

(بریانیوز چهارشنبه (۲۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه وغواړي چې د یمن د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان ملاتړ وکړي

ټرمپ د سعودي عربستان پر ځینو سیمو د حوثیانو بریدونه غندلي او ډاډ یې څرګند کړی، چې اردوغان به یې له دې غوښتنې سره موافقه وکړي. نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، چې ترکیه به په کوم ډول له سعودي عربستان سره مرسته وکړي او دا ملاتړ به سیاسي، پوځي او که په بله بڼه وي

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیا د سیمې د ثبات لپاره یوه مهمه موضوع پاتې ده. سعودي عربستان په تېرو کلونو کې د حوثیانو له بریدونو سره مخ شوی او د دې ډلې فعالیتونه د سیمه‌ییزو سیالیو له مهمو اړخونو څخه ګڼل کېږي

بلخوا، ټرمپ ویلي، چې د ایران په اړه به «ډېر ژر» پرېکړه وکړي، خو د احتمالي پرېکړې د څرنګوالي او موخو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي

د ایران په اړه د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې د سیمې پر امنیتي وضعیت اغېز لري. لا روښانه نه ده چې د امریکا ولسمشر به په دې برخه کې کوم ګام پورته کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto