news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګرو ملتونو : له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۷ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي

ملګرو ملتونو : له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۷ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي

ملګرو ملتونو : له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۷ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي

(بریانیوز سه شنبه (۲۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهام صالح ویلي، چې د ۲۰۲۳ زېږیز کال له وروستیو راهیسې نږدې اووه میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د نوموړي په وینا، ډېری دغه کسان په سختو شرایطو کې او په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي

برهام صالح د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اجرائیوي کمېټې په غونډه کې ویلي، چې افغانستان ته د دومره لوی شمېر کډوالو بېرته ستنېدو د بشري مرستو او لومړنیو خدمتونو اړتیاوې زیاتې کړې دي

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې خلک لا هم له پراخې بې‌وزلۍ، د بنسټیزو خدمتونو له کمښت او بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي. د هغه په خبره، د دې وضعیت د ښه کولو او د راستنېدونکو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نړیوالې ټولنې لا ډېر ملاتړ او پانګونې ته اړتیا ده

افغانستان ته د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی د کور، کار، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې جدي ننګونې رامنځته کوي. هغه کورنۍ چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېږي، ډېری وخت د ژوند د بیا پیل لپاره کافي مالي امکانات او مناسب استوګنځای نه لري

د بشري مرستو دوام، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول او د بنسټیزو خدمتونو پراخول د راستنېدونکو افغانانو د اوږدمهاله بیا مېشتېدو لپاره مهم بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto