زلمي خلیلزاد: د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت لغوه کول به په پاکستان کې ناامني زیاته کړي
(بریانیوز سه شنبه (۲۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت لغوه کول به په پاکستان کې ناامني زیاته کړي او د پښتنو بېلتونپالو ډلو د پیاوړتیا لامل به شي
خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې دا ډول اقدام ښايي د پاکستان نړیوال اعتبار ته، په ځانګړې توګه په لوېدیځو هېوادونو کې، زیان ورسوي. د نوموړي په وینا، پاکستان د ډیموکراسۍ په نړیوال شاخص کې د استبدادي نظام په توګه پېژندل کېږي او د سیاسي جوړښتونو په اړه نوي محدودیتونه ښايي د دغه هېواد نړیوال دریځ نور هم کمزوری کړي
هغه خبرداری ورکړی، چې دا بدلونونه به د پاکستان سیمهییزو سیالانو ته فرصت برابر کړي، څو د دغه هېواد د مخالفو ډلو ملاتړ زیات کړي. د نوموړي په باور، د دې وضعیت دوام ښايي پر پاکستاني پوځ سیاسي او امنیتي فشارونه نور هم زیات کړي
خلیلزاد له پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه له پلویانو او نورو ډیموکراټیکو ډلو غوښتي، چې د روان وضعیت پر وړاندې یوه اغېزناکه او روښانه تګلاره غوره کړي
د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د لغوه کولو احتمالي موضوع د پاکستان د سیاسي جوړښت، د ایالتونو د خپلواک صلاحیتونو او د مرکزي حکومت او ایالتي ادارو ترمنځ د اړیکو په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي. د دې ډول بدلونونو پایلې به د پاکستان پر کورني ثبات، سیاسي فضا او سیمهییز امنیت اغېز ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?