news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

انتونیو ګوترش : ملګرو ملتونو په یوناما کې د ۶۰ بستونو د کمولو وړاندیز وکړ

انتونیو ګوترش : ملګرو ملتونو په یوناما کې د ۶۰ بستونو د کمولو وړاندیز وکړ

انتونیو ګوترش : ملګرو ملتونو په یوناما کې د ۶۰ بستونو د کمولو وړاندیز وکړ

(بریانیوز چهارشنبه (۲۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ۲۰۲۷ کال د وړاندیز شوې بودجې د وړاندې کولو پر مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۶۰ بستونو د کمولو وړاندیز کړی دی. نوموړي په ورته وخت کې د افغانستان په اړه د خپلواک څېړنیز میکانیزم د فعالیتونو د پراختیا لپاره د ۳.۲ میلیونه ډالرو اضافي بودجې غوښتنه هم کړې ده

ګوټرش دغه وړاندیزونه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پنځمې کمېټې ته د ۲۰۲۷ کال د بودجې د وړاندې کولو پر مهال مطرح کړي دي

د نوموړي په وینا، د افغانستان په اړه د خپلواک څېړنیز میکانیزم لپاره غوښتل شوې اضافي بودجه به د دغه میکانیزم د فعالیتونو د پراختیا او د ۲۰۲۶ کال د لومړني پړاو له پیل وروسته د چارو د دوام لپاره ولګول شي

په دې بودجه کې د نویو بستونو د برابرولو ترڅنګ، د میکانیزم د عملي فعالیتونو لپاره نورې اړینې اسانتیاوې هم شاملې دي

د یوناما د ۶۰ بستونو د کمولو وړاندیز په داسې حال کې شوی، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سیاسي، بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. د وړاندیز شوي کمښت د اغېزو څرنګوالی او دا چې کومې برخې به ترې اغېزمنې شي، په ورکړل شویو معلوماتو کې نه دي روښانه شوي

د ۲۰۲۷ کال د بودجې دا وړاندیزونه لا د بودجې د تصویب د بهیر برخه ده؛ نو د بستونو د کمولو او د اضافي بودجې د ځانګړي کولو وروستۍ پرېکړه به د اړوندو ادارو له ارزونې او تصویب وروسته معلومه ش

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto