ایران: افغانستان ته د خاورې سپارلو خبره نه ده شوې، د بندري اسانتیاوو د اجارې وړاندیز ارزول کېږي
ایران: افغانستان ته د خاورې سپارلو خبره نه ده شوې، د بندري اسانتیاوو د اجارې وړاندیز ارزول کېږي
(بریانیوز چهارشنبه (۲۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، افغانستان ته د ایران د خاورې د سپارلو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې، خو تهران د افغان سوداګرۍ لپاره سمندر ته د لاسرسي په موخه د بندري اسانتیاوو د اجارې وړاندیز ارزوي
بقايي د یوه ایراني پارلماني غړي د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې د افغانستان لپاره د ځمکې د سپارلو په معنا تعبیر شوې وې، ویلي، دغه موضوع د ناسم پوهاوي له امله راپورته شوې ده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې د بندري اسانتیاوو د اجارې له لارې نورو هېوادونو ته د سمندر او ازادو اوبو د لاسرسي برابرول په نړیواله کچه یوه دودیزه لاره ده. د هغه په وینا، دا ډول هوکړې په ځانګړې توګه هغو هېوادونو ته د سوداګرۍ د پراختیا فرصتونه برابروي، چې سمندر ته مستقیم لاسرسی نه لري
بقايي زیاته کړې، ایران هم په بېلابېلو برخو کې له ورته لارو چارو ګټه اخیستې او په راتلونکي کې به یې کارولو ته دوام ورکړي
افغانستان سمندر ته مستقیم لاسرسی نه لري او د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر بندرونو تکیه کوي
د بندري اسانتیاوو د اوږدمهاله اجارې په اړه احتمالي هوکړه کولای شي افغان سوداګرو ته د توکو د لېږد، وارداتو او صادراتو په برخه کې نوي فرصتونه برابر کړي
خو د ایران له لوري د بندري اسانتیاوو د اجارې وړاندیز لا د ارزونې په پړاو کې بلل شوی او د احتمالي هوکړې د شرایطو، مودې او اړوند بندر په اړه نور جزئیات نه دي څرګند شوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?