رضا پهلوي: د ایران راتلونکی باید د ولس په رایه او ازادو ټاکنو وټاکل شي
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
پاریس – د ایران د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړي، شاهزاده رضا پهلوي، د ایران د اساسي قانون د فرمان د کلیزې په مناسبت د مشروطیت غورځنګ د هېواد د معاصر تاریخ له مهمو سیاسي خوځښتونو څخه وباله او ویې ویل، د ولسواکۍ او د خلکو د حاکمیت ارزښتونه باید خوندي پاتې شي
رضا پهلوي پر هغو سیاسي جریانونو نیوکه وکړه چې د هغه په وینا، د ملت له حاکمیت او د خلکو له ازادو رایو سره مخالفت کوي
هغه ټینګار وکړ چې له حکومت څخه د دین جلاوالی، د قانون واکمني او د ولس ارادې ته درناوی د مشروطیت د انقلاب له اساسي موخو څخه دي او د ایران د راتلونکي لپاره هم مهم ارزښت لري
رضا پهلوي زیاته کړه، د هغه په راتلونکي سیاسي لیدلوري کې د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کول او د مؤسسانو د مجلس جوړول شامل دي، څو د ایران د راتلونکي سیاسي نظام په اړه وروستۍ پرېکړه د خلکو له خوا وشي
د نوموړي څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د ایران د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه د بېلابېلو مخالفو ډلو او سیاسي څېرو ترمنځ بحثونه دوام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1746
-
اخبار افغانستان
897
-
مقاله
628
-
سیاست
251
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl