پزشکیان: له نوي رهبر مجتبی خامنهیي سره اړیکه نیول خورا ستونزمن دي
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
تهران – د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د ایران له نوي رهبر، مجتبی خامنهیي، سره مستقیمه اړیکه نیول «خورا سخت» کار دی، خو د دې ستونزې د لاملونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي
د پزشکیان دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې مجتبی خامنهیي د خپل پلار، علي خامنهیي، له مړینې وروسته د ایران د رهبرۍ دنده پر غاړه اخیستې، خو تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی
د ایران همشهري ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د سختو امنیتي اندېښنو له امله د مجتبی خامنهیي غږیز پیغامونه هم نه خپرېږي، ځکه چارواکي اندېښنه لري چې د غږ تخنیکي ځانګړتیاوې ښايي د هغه د اوسېدو پټ ځای افشا کړي
د ایران چارواکو تر اوسه د نوي رهبر د امنیتي تدابیرو او د نوموړي د نه راڅرګندېدو په اړه نور رسمي معلومات نه دي خپاره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1746
-
اخبار افغانستان
897
-
مقاله
628
-
سیاست
251
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl