بغداد : عراق ناقانونه وسله والو ډلو ته خبرداری ورکړ؛ له ټاکلي مهلت وروسته به د ترهګرۍ ضد قانون پلی شي
بغداد : عراق ناقانونه وسله والو ډلو ته خبرداری ورکړ؛ له ټاکلي مهلت وروسته به د ترهګرۍ ضد قانون پلی شي
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
بغداد – د عراق واکمن ایتلاف خبرداری ورکړی، هغه وسلهوالې ډلې چې له دولتي امنیتي او پوځي جوړښتونو بهر فعالیت کوي، که له ټاکلي مهلت وروسته خپلې وسلې ونه سپاري او یا د دولت له پرېکړو سرغړونه وکړي، د ترهګرۍ ضد قانون له مخې به ورسره چلند وشي
د راپور له مخې، دغه پرېکړه د عراق د لومړي وزیر د دفتر له لوري په خپره شوې رسمي اعلامیه کې اعلان شوې ده
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د وسلو انحصار باید یوازې د دولت په واک کې وي او هېڅ ډله به د رسمي امنیتي ادارو له چوکاټه بهر د وسلهوال فعالیت اجازه ونه لري
د عراق حکومت همداراز پر دې ټینګار کړی چې له عراقي خاورې څخه باید پر ګاونډیو هېوادونو د هر ډول برید مخه ونیول شي، څو د سیمې امنیت او د بغداد بهرنۍ اړیکې زیانمنې نه شي
دا پرېکړه په داسې وخت کې کېږي چې متحده ایالات پر عراقي حکومت فشار زیات کړی، څو ایران ته نږدې وسلهوالې ډلې تر سخت کنټرول لاندې راولي او د هغوی خپلواک پوځي فعالیتونه محدود کړي
شنونکي باور لري، د بغداد دا اقدام ښايي د عراق د امنیتي جوړښت د پیاوړتیا او د دولت د واک د پراخولو لپاره یو مهم ګام وي، خو د عملي کېدو څرنګوالی به یې له جدي ننګونو سره مخ وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1746
-
اخبار افغانستان
897
-
مقاله
628
-
سیاست
249
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl