کابل :طالبانو په کابل کې د سون توکو نوې بیې اعلان کړې؛ د پټرولو او ډیزلو نرخونه وټاکل شول
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ د احتکار د مخنیوي او د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول کمېسیون له لارې د سون توکو نوې نرخپاڼه خپره کړې، چې له مخې یې د پټرولو، ډیزلو او اوبلن ګاز بیې ټاکل شوې دي
د پنجشنبې په ورځ د خپرې شوې نرخپاڼې له مخې، د یو لیټر پټرولو بیه ۸۰ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه ۷۵ افغانۍ او د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۶۷ افغانۍ ټاکل شوې ده
چارواکو ویلي، د سون توکو ټول واردوونکي او پلورونکي مکلف دي چې خپل توکي د همدې ټاکل شویو نرخونو له مخې وپلوري، او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي
اقتصادي شنونکي وایي، د سون توکو د بیو هر ډول بدلون د ټرانسپورټ پر لګښتونو، د خوراکي او لومړنیو توکو پر نرخونو او د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي، ځکه د ډېری توکو د لېږد رالېږد لګښتونه له همدې بیو سره تړلي وي
د سون توکو د بیو بدلون په داسې وخت کې اعلانېږي چې د نړیوالو بازارونو د نرخونو او د وارداتو وضعیت هم د افغانستان پر کورني بازار اغېز لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1746
-
اخبار افغانستان
897
-
مقاله
628
-
سیاست
249
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl