news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن : روبیو او میلیبنډ د هرمز تنګي د امنیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې وکړې

واشنګټن : روبیو او میلیبنډ د هرمز تنګي د امنیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې وکړې

واشنګټن : روبیو او میلیبنډ د هرمز تنګي د امنیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې وکړې

 بریانیوز/ پنجشنبه  ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر اېډ میلیبنډ د هرمز تنګي د امنیت، د نړیوالو بېړیو د خوندي تګ راتګ او د منځني ختیځ د وروستي وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو وزیرانو د هرمز تنګي د پرانیستي او خوندي پاتې کېدو پر اهمیت، د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په اړه خپل نظرونه شریک کړل

د دغه وزارت ویاندې تامي پیګوټ ویلي، واشنګټن او لندن د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد لپاره د هرمز تنګي خوندي ساتل مهم بولي او په دې برخه کې د ګډې همغږۍ پر دوام ټینګار کوي

دا خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د هرمز تنګي د وضعیت او د سیمې د امنیتي کړکېچونو له امله د نړیوالو سمندري لارو او د انرژۍ د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

ایراني چارواکو تر دې وړاندې د هرمز تنګي د تړلو او د سیمې د امنیت په اړه بېلابېل دریځونه څرګند کړي، چې د نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto