پاکستان په ملګرو ملتونو کې: افغانستان د ترهګرو ډلو په خوندي پناهځای بدل شوی؛ هند او طالبان یې ادعاوې ردوي
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: افغانستان د ترهګرو ډلو په خوندي پناهځای بدل شوی؛ هند او طالبان یې ادعاوې ردوي
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
نیویارک – په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي، عاصم افتخار احمد، د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بېلابېلو وسله والو ډلو په خوندي پناهځای بدل شوی او دا وضعیت د سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښوي
د هغه په وینا، په افغانستان کې یو شمېر وسلهوالې ډلې خپل فعالیتونه پراخوي. نوموړي په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان ، داعش، د بلوچستان د ازادۍ پوځ او القاعده نومونه یاد کړل او ادعا یې وکړه چې دغه ډلې په افغانستان کې خوندي پناهځایونه لري
د پاکستان استازي د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي
بل لور ته، د امنیت شورا په همدې غونډه کې هندي استازي ویلي، پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو ملاتړ او روزنه کوي، هغه ادعا چې اسلاماباد تل رد کړې ده
په همدې حال کې د طالبانو حکومت هم تر دې وړاندې څو ځله ادعا کړې چې په پاکستان کې د افغانستان پر ضد وسلهوالې ډلې روزل کېږي او ویلي یې دي چې د دغو ادعاوو لپاره شواهد لري
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسایلو په اړه متقابلې تورنې په داسې حال کې دوام لري چې د دواړو هېوادونو اړیکې په وروستیو میاشتو کې له زیات کړکېچ سره مخ شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1745
-
اخبار افغانستان
897
-
مقاله
628
-
سیاست
249
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl