سعودي عربستان : څلور اړخیزه غونډه په امان کې؛ د هرمز او بابالمندب د سمندري لارې پر امنیت ټینګار
سعودي عربستان : څلور اړخیزه غونډه په امان کې؛ د هرمز او بابالمندب د سمندري لارې پر امنیت ټینګار
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د سعودي عربستان، پاکستان، مصر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د اردن په پلازمېنه امان کې په څلور اړخیزه غونډه کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د تاوتریخوالي پر کمولو او د هرمز او بابالمندب تنګیو له لارې د نړیوال سمندري تګ راتګ پر خوندیتوب خبرې کړې دي
د سعودي رسمي خبري اژانس د زمري په ۱۵مه راپور ورکړی، چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په دې غونډه کې ګډون کړی و
د راپور له مخې، وزیرانو د هرمز او بابالمندب تنګیو د ازادو او خوندي سمندري لارو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، د دغو مهمو نړیوالو لارو امنیت د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد لپاره حیاتي ارزښت لري
د غونډې ګډونوالو همدارنګه د منځني ختیځ د روان امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، د کړکېچ د کمولو، د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو د دوام او د سیمهییز ثبات د پیاوړتیا پر اړتیا هوکړه کړې ده
دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې د منځني ختیځ د وروستیو کړکېچونو له امله د نړیوالو سمندري لارو او د انرژۍ د لېږد د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1744
-
اخبار افغانستان
897
-
مقاله
628
-
سیاست
248
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl