news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغان ایوک په امریکا کې د افغانانو د لنډمهالي خوندي وضعیت له طرحې هرکلی وکړ

افغان ایوک په امریکا کې د افغانانو د لنډمهالي خوندي وضعیت له طرحې هرکلی وکړ

افغان ایوک په امریکا کې د افغانانو د لنډمهالي خوندي وضعیت له طرحې هرکلی وکړ

 بریانیوز/ جمعه( ۱۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د «افغان ایوک» بنسټ د امریکا په سنا مجلس کې د افغان وګړو لپاره د لنډمهالي خوندي وضعیت  د طرحې له وړاندې کېدو هرکلی کړی او دا یې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته لېږدول شویو افغانانو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام بللی دی

دغه بنسټ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، که دا طرحه تصویب شي، نو د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به د شرایطو وړ افغان وګړي له ایستلو خوندي وي او وبه کولای شي په قانوني ډول په امریکا کې کار ته دوام ورکړي او د خپل دایمي استوګنې د قانوني بهیر چارې هم پر مخ یوسي

د «افغان ایوک» په وینا، د دې طرحې تصویب به زرګونو هغو افغانانو ته د ډاډ او ثبات زمینه برابره کړي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته انتقال شوي او لا هم د خپل قانوني وضعیت د روښانه کېدو په تمه دي

دا طرحه لا هم د امریکا په کانګرس کې د قانون جوړونې د بهیر برخه ده او د عملي کېدو لپاره د دواړو مجلسونو تصویب او د ولسمشر توشیح ته اړتیا لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto