news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په جلال‌اباد ښار کې د ۱۲ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی؛ د پېښې په اړه څېړنې روانې دي

په جلال‌اباد ښار کې د ۱۲ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی؛ د پېښې په اړه څېړنې روانې دي

جلال‌اباد – ځايي سرچینې وایي، د نن سهار د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند بابریان سیمه کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

بریانیوز- پنجشنبه ١٥ اسد ١٤٠٥

د سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو لومړی د نجلۍ مړی لیدلی او وروسته یې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړی. له خبرتیا وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پېښې د څېړنې بهیر یې پیل کړی دی.

سرچینې زیاتوي، تر اوسه د یادې نجلۍ هویت او د هغې د مړینې اصلي لامل په رسمي ډول نه دی څرګند شوی، او په دې تړاو څېړنې دوام لري.

تر دې دمه د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د قرباني د هویت، د مړینې د علت او یا هم د احتمالي شکمنو کسانو د نیولو په اړه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

د دې نجلۍ د مړي موندل کېدو د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې راپارولي دي، او یو شمېر خلکو د دې پېښې د هر اړخیزې، شفافې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه هم د ورته پېښو راپورونه خپاره شوي، او د ماشومانو د حقونو ملاتړو بنسټونو بیا بیا د ماشومانو د خوندیتوب او د ورته قضیو د جدي څېړنې غوښتنه کړې ده.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto