جرمني : د مونیخ د موټر برید؛ جرمني یو افغان وګړی په عمري بند محکوم کړ
بریانیوز/ جمعه( ۱۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د جرمني د مونیخ ښار یوې محکمې یو ۲۵ کلن افغان وګړی د ۲۰۲۵ کال د موټر برید په تړاو، چې د یوې ښځې او د هغې د دوه کلنې لور د مړینې او د لسګونو نورو د ټپي کېدو لامل شوی و، په عمري بند محکوم کړی دی
محکمې ویلي، تورن چې یوازې د «فرهاد ن.» په نوم یاد شوی، په دوو د قتل، ۲۳ د قتل د هڅې او ۲۲ د جسمي زیان اړولو جرمونو کې مجرم پېژندل شوی، چې له دې ډلې ۱۹ پېښې د سختو ټپونو اړولو پورې تړاو لري
د محکمې قاضي ویلي، دا جرم «ځانګړی دروند» بلل شوی، چې له امله یې په راتلونکې کې د نوموړي د ژر خوشې کېدو احتمال ډېر کم دی
د راپورونو له مخې، دا برید د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د مونیخ ښار د کارګرانو د لاریون پر مهال رامنځته شوی و. ویل کېږي، تورن له یوه پولیس موټر څخه تر تېرېدو وروسته خپل موټر د خلکو ګڼېګوڼې ته ورساوه، چې په پایله کې یوه ۳۷ کلنه ښځه او د هغې دوه کلنه لور څو ورځې وروسته د ټپونو له امله مړې شوې او لسګونه نور کسان ټپیان شول
د جرمني څارنوالۍ د قضیې د څېړنې پر مهال ویلي، د برید انګېزه مذهبي وه، خو د دوی په وینا داسې شواهد نه دي موندل شوي چې وښيي تورن د داعش یا کومې بلې منظمې سختدریځې ډلې غړیتوب درلود
د راپورونو له مخې، دغه افغان وګړی په ۲۰۱۶ کال کې، په ۱۵ کلنۍ کې، بېسرپرسته جرمني ته تللی و. که څه هم د پناه غوښتنې غوښتنلیک یې رد شوی و، خو وروسته یې په دغه هېواد کې د استوګنې او کار اجازه ترلاسه کړې وه
پولیس وایي، نوموړي په یوه امنیتي شرکت کې کار کاوه او د برید له ترسره کېدو مخکې د ځینو سختدریځو مذهبي مبلغینو د انلاین محتوا تر اغېز لاندې افراطي شوی و
دا برید د ۲۰۲۵ کال د جرمني د فدرالي ټاکنو له ترسره کېدو لږ وړاندې شوی و او د کډوالۍ، امنیت او افراطیت په اړه یې په دغه هېواد کې سیاسي او ټولنیز بحثونه یو ځل بیا تاوده کړل
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?