news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن : امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ

واشنګټن : امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ

واشنګټن : امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ

 بریانیوز/ جمعه( ۱۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډله لا هم د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېږي

امریکايي چارواکو ویلي، داعش خراسان هڅه کوي خپل فعالیتونه پراخ کړي او د بریدونو د ترسره کولو وړتیا وساتي. د هغوی په وینا، د دې ډلې تحرکات باید له نږدې وڅارل شي او د ترهګرۍ پر ضد نړیواله همکاري باید دوام ومومي

د امریکا په وینا، د داعش خراسان د ګواښ مخنیوی د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره مهم دی او نړیواله ټولنه باید د دې ډلې د پیاوړتیا د مخنیوي لپاره ګډې هڅې وکړي

بل لور ته، د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې داعش خراسان یې ځپلې او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه نړیوال بحثونه دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto