news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

روسیه: د افغانستان وضعیت لا هم د ګډ امنیتي تړون سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

روسیه: د افغانستان وضعیت لا هم د ګډ امنیتي تړون سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

روسیه: د افغانستان وضعیت لا هم د ګډ امنیتي تړون سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

 بریانیوز/ جمعه( ۱۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

مسکو – د ګډ امنیتي تړون سازمان  کې د روسیې دایمي استازي، ولادیمیر واسیلیف، ویلي چې د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم د دې سازمان د غړو هېوادونو د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دی او د افغانستان اړوند پرمختګونه په دوامداره توګه څارل کېږي

واسیلیف ویلي، د دې سازمان تر ټولو لویه اندېښنه د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله متمرکزه ده، ځکه د سیمې امنیت د غړو هېوادونو لپاره ځانګړی اهمیت لري

د هغه په وینا، د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د ګډ پروګرام عملي کېدل پیل شوي او د سازمان غړي هېوادونه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو اړتیاوې ارزوي، څو د اړتیا وړ تجهیزاتو او امکاناتو د برابرولو په اړه پرېکړې وکړي

د ګډ امنیتي تړون سازمان، چې روسیه، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان او بلاروس یې غړي دي، تر دې وړاندې هم د افغانستان د امنیتي وضعیت او د سرحدونو د خوندیتوب په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto