news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل : د عزیزي ګروپ او «شنګهای الېکټرېک» د ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پروژو هوکړه لاسلیک کړه

کابل : د عزیزي ګروپ او «شنګهای الېکټرېک» د ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پروژو هوکړه لاسلیک کړه

کابل : د عزیزي ګروپ او «شنګهای الېکټرېک» د ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پروژو هوکړه لاسلیک کړه

 بریانیوز/ جمعه( ۱۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د عزیزي ګروپ مشر، میرویس عزیزي، اعلان کړی چې د عزیزي انرژۍ او د چین د شنګهای الېکټرېک شرکت ترمنځ په افغانستان کې د برېښنا د تولید د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوې ده

میرویس عزیزي په اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه هوکړه چین ته د هغه د سفر او د شنګهای الېکټرېک له چارواکو سره تر لیدنې وروسته لاسلیک شوې ده

د نوموړي په وینا، د دې هوکړې له مخې به دواړه شرکتونه په راتلونکو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د ۳۰۰۰ مېګاواټه ګډ ظرفیت لرونکي د برېښنا تولیدي بټۍ جوړې کړي

عزیزي ویلي، د دغو پروژو موخه په هېواد کې د برېښنا د تولید زیاتوالی، د انرژۍ په برخه کې پانګونه او د افغانستان د برېښنايي زېربناوو پیاوړتیا ده

که دا پروژه د پلان له مخې عملي شي، د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې به د وروستیو کلونو له سترو پانګونو څخه یوه وبلل شي او د کورني برېښنا تولید په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto