واشنګټن : امریکا د ایران پر وړاندې اقتصادي فشار زیاتوي؛ د مصر د بانک د متحده عربي اماراتو څانګې په نښه شوې
واشنګټن : امریکا د ایران پر وړاندې اقتصادي فشار زیاتوي؛ د مصر د بانک د متحده عربي اماراتو څانګې په نښه شوې
بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا حکومت د ایران اړوند فعالیتونو له امله د مصر د «بانک مصر» د متحده عربي اماراتو څانګو پر وړاندې نوي مالي محدودیتونه لګولي دي؛ هغه اقدام چې د ایران پر اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره د واشنګټن د نوې تګلارې یوه برخه بلل کېږي
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، د بانک د متحده عربي اماراتو څانګې به د امریکايي ډالرو له ځینو معاملاتو او له امریکايي مالي بنسټونو سره له مراسلهيي بانکي اړیکو څخه محدودې شي. واشنګټن ادعا کوي چې دغو څانګو له ایران سره په مالي راکړو ورکړو کې رول درلود
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، واشنګټن غواړي د ایران هغه مالي لارې وتړي چې د دغه هېواد اقتصاد ته د عاید رسولو او د نړیوال مالي نظام له لارې د راکړې ورکړې زمینه برابروي. د امریکا په وینا، هغه مالي بنسټونه او شرکتونه چې د ایران د بندیزونو د مخنیوي لپاره مرسته کوي، له ورته اقداماتو سره به مخ شي
د مصر مرکزي بانک بیا ویلي چې د امریکا تازه اقدام یوازې د «بانک مصر» د متحده عربي اماراتو څانګې اغېزمنوي او د مصر دننه د دغه بانک پر فعالیتونو نه تطبیقېږي. د مصر چارواکو ویلي چې له امریکايي لوري سره د دې موضوع په اړه اړیکې نیول شوې دي
د امریکا دغه اقدام په داسې حال کې شوی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ شخړه شپږمې میاشتې ته داخله شوې او د امریکا حکومت هڅه کوي د پوځي فشار ترڅنګ پر ایران اقتصادي فشارونه هم لا زیات کړي
په ورته وخت کې، ایران د امریکا د بندیزونو پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی او ټینګار کوي چې د بهرنیو فشارونو له لارې به د هېواد اقتصادي او سیاسي دریځ بدل نه شي
د واشنګټن د نوې تګلارې پراخوالی ښيي چې امریکا یوازې پر ایراني ادارو او شرکتونو د بندیزونو پر ځای هغه بهرني مالي بنسټونه هم په نښه کوي چې له تهران سره د مالي اړیکو په ساتلو کې رول لري؛ هغه ګام چې ښايي د ایران د نړیوالو مالي معاملو پر وړاندې فشار نور هم زیات کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?