پزشکیان: د امریکا د بندیزونو له امله د ایران سوداګري ۳۵ سلنه کمه شوې
بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
تهران — د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د امریکا د بندیزونو او د ایران د سمندري بندرونو د محاصرې له امله د دغه هېواد صادرات او واردات له پام وړ کمښت سره مخ شوي دي
پزشکیان ویلي، د بندیزونو او سمندري محدودیتونو له امله د ایران بهرنۍ سوداګري د ۲۵ تر ۳۵ سلنې پورې کمه شوې، چې د نوموړي په وینا، د اقتصاد لپاره د پام وړ فشار رامنځته کوي
د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی چې د سوداګرۍ د لارو محدودېدل د وارداتي توکو د لېږد لګښتونه لوړوي او په پایله کې د توکو پر بیو هم اغېز کولی شي
نوموړي ویلي، د صادراتو کموالی د وارداتو په پرتله لږ دی، خو د وارداتو د پام وړ کمېدو له امله د ایران اقتصادي فعالیتونه له جدي فشار سره مخ شوي دي
د پزشکیان څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ اقتصادي او پوځي کړکېچ لا هم دوام لري او واشنګټن هڅه کوي د بندیزونو او مالي فشارونو له لارې پر تهران فشار زیات کړي
ایراني چارواکي بیا ټینګار کوي چې د امریکا له فشارونو سره سره به د هېواد اقتصادي فعالیتونه او د تېلو صادراتو ته د لارو موندلو هڅې دوام ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1775
-
اخبار افغانستان
935
-
مقاله
703
-
سیاست
308
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl