افغانستان: لښکرګاه کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو طرحه منظوره شوه
بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
لښکرګاه — د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو طرحه د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې منظوره شوې ده
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون به د ۱۲ زره متره مربع ځمکې پر مخ جوړ شي او د جوړولو چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي. د پروژې ټول لګښت ۲۱۴ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی
چارواکي وايي، د روغتون له جوړېدو سره به د هلمند اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت زیات شي او ناروغان به د تخصصي درملنې لپاره له ولایت څخه بهر د سفر اړتیا کمه ولري
د پلان له مخې، په دغه روغتون کې به د بېړنیو پېښو ترڅنګ د داخله، جراحي، ارتوپیدي، سترګو، رواني او عصبي، ماشومانو او نسایي ـ ولادي ناروغیو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي
د هلمند روغتیايي وضعیت ته په کتو، د دغه روغتون جوړېدل د ولایت د روغتیايي بنسټونو د پراختیا له مهمو پروژو څخه بلل کېږي. د چارواکو په وینا، د پروژې عملي چارې به له منظورۍ وروسته پیل او د ټاکل شوي مهالوېش له مخې به په دوو کلونو کې بشپړې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1775
-
اخبار افغانستان
935
-
مقاله
703
-
سیاست
308
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl