د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو دوه تنه له نیولو وروسته په ډزو وژلي او ادعا کېږي چې د هغوی پر جسدونو یې تېزاب شیندلي او بیا یې په عامه ځایونو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
بریانیوز- شنبه ٧ سنبله ١٤٠٥
د سرچینو په وینا، دغه دوه تنه د بغلان د خوست ولسوالۍ د «فرغانبل» په غرونو او د تخار د ورسج ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د طالبانو له لوري نیول شوي وو او وروسته په ډزو وژل شوي دي.
سرچینې وایي، طالبان له وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو تېزاب شیندلي او لومړی یې د فرغانبل کلي په بازار او وروسته یې د بغلان د خوست ولسوالۍ د مرکز په دوابي بازار کې د خلکو د سترګو پر وړاندې ایښي وو.
د سرچینو په وینا، وژل شوي کسان امرالله او سلام نومېدل او عمرونه یې ۱۷ او ۱۹ کاله وو. د هغوی جسدونه وروسته د سیمې خلکو او خپلوانو ته سپارل شوي دي.
یوه عیني شاهد هم ویلي چې طالبانو دغه دوه تنه له «طالبانو سره د وسلهوالو مخالفانو» د همکارۍ په تور تورن کړي او جسدونه یې د وسلوالو مخالفینو له کسانو سره د تړاو په ادعا په څلورلارې کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د دغو دوو کسانو د وژل کېدو په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.
خو د طالبانو د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند شېر احمد برهاني په یوه پیغام کې ویلي، چې دغه پېښه د پولیسو له قوماندانۍ سره تړاو نه لري او د طالبانو د دفاع وزارت له ځواکونو سره اړه لري.
طالبانو د جمعې په شپه ویلي وو، چې د بغلان د نهرین ولسوالۍ په «څلورساي» سیمه کې یې د یوه عملیات پر مهال د خپلو وسلهوالو مخالفانو دوه قوماندانان وژلي دي.
طالبانو په خپل بیان کې نه دي ویلي چې وژل شوي کسان د کومې مخالفې ډلې غړي وو.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?