news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تحریک انصاف: د سپټمبر له ۳مې تر ۷مې به په سند کې احتجاجي غونډې ترسره کړو

تحریک انصاف: د سپټمبر له ۳مې تر ۷مې به په سند کې احتجاجي غونډې ترسره کړو

تحریک انصاف: د سپټمبر له ۳مې تر ۷مې به په سند کې احتجاجي غونډې ترسره کړو

 بریانیوز سه شنبه ( ۱۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد — د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې د سپټمبر له ۳مې تر ۷مې نېټې پورې به د دغه ګوند یو شمېر مشران سند ایالت ته سفر وکړي او د روان «احتجاجي تحریک» په لړ کې به په بېلابېلو سیمو کې ولسي غونډې او غونډې ترسره کړي

د ګوند په وینا، د رهبرۍ غړي به د سند په بېلابېلو سیمو کې له خپلو پلویانو سره لیدنې ولري او د حکومت پر وړاندې به د خپل سیاسي دریځ د څرګندولو لپاره ولسي غونډې جوړې کړي

تحریک انصاف وايي، د دغو فعالیتونو موخه د خپلو سیاسي غوښتنو د مطرح کولو ترڅنګ د ګوند د پلویانو منظمول او د ولسي ملاتړ راټولول دي

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې د تحریک انصاف او حکومت ترمنځ سیاسي کړکېچ لا هم دوام لري او دغه ګوند له اوږدې مودې راهیسې د خپلو مشرانو او پلویانو د نیول کېدو، قضايي دوسیو او سیاسي فشارونو په اړه اعتراضونه کوي

د تحریک انصاف مشرتابه خپلو پلویانو ته هم د سوله‌ییزو سیاسي فعالیتونو د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د خپلو غوښتنو لپاره به د ولسي فشار له لارې مبارزې ته دوام ورکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto