ازاد خبریال سمیع یوسفزي وايي، د پاکستان له لوري پر افغانستان هر ډول پوځي برید «ناروا او مطلقاً د منلو وړ نه دی».
بریانیوز- پنجشنبه، ٢ میزان ١٤٠٥
یوسفزي ټینګار کړی چې طالبان هم د اوسني وضعیت په رامنځته کېدو کې خپله ونډه او مسئولیت لري. د هغه په وینا، طالبان له خپل ولس سره په شخړه کې دي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ان پاکستان ته یې زمینه برابره کړې چې هر مهال وغواړي، افغانستان په نښه کړي.
نوموړي ویلي، پاکستان ظاهراً طالبان خپل اصلي هدف نه بولي، خو که یوه ورځ د طالبانو مشران په مستقیم ډول په بریدونو کې په نښه شي، نو د ده په باور، دا وضعیت به د طالبانو لپاره جدي او درانه سیاسي او امنیتي عواقب ولري.
سمیع یوسفزي ټینګار کړی چې افغانستان باید نه د پاکستان د بمبارۍ په ډګر بدل شي او نه هم د طالبانو شخصي ملکیت وګرځي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان امنیت، ملي حاکمیت او د هېواد راتلونکی باید د افغان ولس د ارادې پر بنسټ وټاکل شي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1843
-
اخبار افغانستان
970
-
مقاله
775
-
سیاست
360
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl