news اخبار فوری
clock

ترکیه د طالبانو او پاکستان تر منځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره منځګړیتوب پیاوړی کوي؛ ستر ترکی پلاوی به اسلام‌اباد ته سفر وکړي

ترکیه د طالبانو او پاکستان تر منځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره منځګړیتوب پیاوړی کوي؛ ستر ترکی پلاوی به اسلام‌اباد ته سفر وکړي

  د ترکیې سفیر په پاکستان کې، عرفان نذیراوغلو، اعلان کړی چې ډېر ژر به یو لوړپوړی ترکی پلاوی د طالبانو او پاکستان تر منځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو او د وضعیت د ارزونې لپاره اسلام‌اباد ته سفر وکړي

نذیراوغلو دغه څرګندونې د شنبې په ورځ، د قوس لومړۍ نېټه، له پاکستاني رسنیو سره د خبرو پر مهال کړې دي. د هغه په وینا، په دې پلاوي کې به د ترکیې د استخباراتو مشر او یو شمېر وزیران هم شامل وي، چې ښيي انقره د دې کړکېچ د حل لپاره سنجیده او فعاله هڅې پیل کړې دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې سفیر تر دې وړاندې هم د دواړو لورو تر منځ په منځګړیتوب کې مهم رول لوبولی او هڅه کوي چې د اړیکو د خرابېدو مخه ونیول شي

د جیو نیوز د راپور له مخې، نذیراوغلو ویلي چې استانبول غواړي د افغانستان له خاورې هېڅ ډله یا شخص په داسې فعالیتونو کې ښکېل نه شي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښ کړي

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان تر منځ دوه پړاوه مذاکرات، چې په استانبول کې ترسره شوي وو، پرته له کوم عملي او محسوسې پایلې پای ته رسېدلي دي

ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغو ناکامو مذاکراتو وروسته اعلان کړی و چې ترکیه به یو ځانګړی پلاوی پاکستان ته استوي څو د کړکېچ د حل لپاره د نوو لارو په لټه کې شي

بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون ویلي چې د ترکی پلاوي ټاکل شوی سفر لا هم د انتظار په حالت کې دی او تر اوسه یې وروستۍ نېټه نه ده تایید شوې

شنونکي وایي که څه هم ترکیه هڅه کوي د دواړو اړخونو اړیکې بېرته عادي حالت ته راوګرځوي، خو د ژور اعتماد نشتوالی او د امنیتي اندېښنو دوام لا هم د دې بهیر پر مخ د ستونزو سبب ګرځي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto