د بریتانیا ځانګړی استازیریچارد لیندسي : د افغان ښځو د حقونو پر وړاندې خنډونه باید بېځنډه لرې شيد ښځو مبارزه الهام بښونکې ده
ریچارد لیندسي، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، په تازه څرګندونو کې ویلي چې د زدهکړې، کار او بنسټیزو ازادیو پر وړاندې موجود بندیزونه د افغان ښځو ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړی او د دې خنډونو لرې کول د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره یو ضروري ګام دی
لیندسي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ، د قوس په ۶مه، له هغې وروسته وکړې چې له بېلابېلو ولایتونو د لسګونو افغان ښځو سره په یوه مجازي ناسته کې د دوی ژورې تجربې، دردونه او هڅې واورېدې. ښځو په دې ناسته کې د زدهکړو د تړل کېدو، د کار د بندېدو، ټولنیزو محدودیتونو او د ورځني ژوند د کړاوونو په اړه خبرې شریکې کړې
بریتانیايي استازي ویلي چې د افغان ښځو زړورتیا او مقاومت په داسې شرایطو کې چې د هغوی هره دروازه بنده شوې ده، په رښتیا ستایل کېږي. هغه د دې ښځو د نه تسلیمېدو روحیه «الهامبښونکې او د ستاینې وړ» وبلله
لیندسي ټینګار کړی
«افغانستان هغه وخت د ثبات، پرمختګ او نړیوال اعتبار پر لور حرکت کولی شي چې ښځو ته د زدهکړې، کار کولو او ازاد ژوند بشپړ حق ورکړل شي. د نیمایي ټولنې چوپتیا یو ملت ودانولای نه شي
هغه زیاته کړه چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه نه یوازې د فردي حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان اقتصادي وده، بشري پیاوړتیا او نړیوالې اړیکې هم ترې سختې اغېزمنې شوې دي
نړیوالې ټولنې په پرلهپسې ډول له طالبانو غوښتنه کړې چې پر ښځو لګېدلي ټول بندیزونه لیرې کړي او د نجونو ښوونځي، پوهنتونونه او د ښځو کاري ساحې بېرته پرانیزي
د افغان ښځو له خوا د دوامدار مقاومت، مدني حرکتونو او آنلاین کمپاینونو له امله، موضوع اوس هم د نړۍ د توجه مرکز ګرځېدلې. خو تر اوسه په عملي ډګر کې د پام وړ بدلون نه دی رامنځته شوی
سره له دې، افغان ښځې په ستړیا نه ستړې کېدونکي ډول هڅه کوي چې خپل غږ تر نړيوالو ورسوي او د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه جاري وساتياو د لیندسي په وینا، همدا مبارزه د امید څراغ بللی شي