news اخبار فوری
clock

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین: «اوکراین باید ځمکې پرېږدي» – د جګړې د پای شرط لا هم سخت، لانجمن او یو اړخیز

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین: «اوکراین باید ځمکې پرېږدي» – د جګړې د پای شرط لا هم سخت، لانجمن او یو اړخیز

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د جګړې د پایلو په اړه خپل توند دریځ تکرار کړی او ویلي یې دي چې اوکراین یوازې هغه مهال د سولې له مسکو سره کومې هوکړې ته رسېدای شي، چې د روسیې تر واک لاندې سیمې په رسمي ډول پرېږدي. د ده په وینا، پرته له دې شرطه، د جګړې پای یا د بریدونو درېدنه هېڅ امکان نه لري

نړیوالو رسنیو د پنج‌شنبې، د نومبر په ۲۷مه، د پوتین له قوله لیکلي چې دا شرط کولای شي د راتلونکو خبرو بنسټ جوړ کړي، خو اوکراین باید «عملآ شاتګ» وکړي، که نه نو جګړه به د همدغو سیمو پر سر لا پسې پراخه شي

پوتین په څرګندونو کې ویلي:

که اوکرایني ځواکونه هغه سیمې پرېږدي چې موږ یې د روسیې برخه بولو، جګړه به ودرېږي. که نه، موږ به له نظامي لارې خپلو اهدافو ته ورسېږو

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د سولې یوه ۲۸ ماده‌ییزه مسوده په رسنیو کې ښکاره شوې

په دې مسوده کې له اوکراین څخه داسې غوښتنې شوې چې کییف یې غیرمنطقي، یو اړخیز او د ملي حاکمیت خلاف» بولي. د مسودې مهم ټکي داسې دي

اوکراین باید هغه سیمې واگذار کړي چې مسکو یې بشپړ نظامي نیول نه دي توانېدلي؛

د امریکا پوځي مرسته باید کمه شي او د لوېدیځ ملاتړ محدود شي؛

په اوکراین کې د لوېدیځو ځواکونو ځای پر ځای کول په مطلق ډول منع شي

سیاسي او پوځي شنونکي باور لري چې دغه غوښتنې د اوکراین له پاره د منلو نه دي، ځکه دا د خاورې، ملي هویت او خپلواکۍ له لوی زیان سره برابر دي. د اوکراین چارواکو مخکې په ښکاره توګه ویلي چې «هیڅ ډول خبرې د ځمکې د پرېښودو پر اساس نه کېږي» او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع د هغوی سرې کرښې دي

له بلې خوا، د جګړې دوام د اروپا امنیت، نړیوال اقتصاد او بشري وضعیت ته سخته صدمه رسوي. هېوادونه هڅه کوي چې دواړه لوري خبرو ته کېنوي، خو تر اوسه داسې ښکاري چې د مسکو او کییف دریځونه دومره لرې دي چې ګډه نقاط پیدا کول اسانه کار نه دی

سره له دې، نړیوال فشار ورځ تر بلې زیاتېږي او د جګړې د اوږدېدو تاوان دواړو لورو ته دروند دی. خو تر هغو چې مسکو په خپلو غوښتنو کې نرمښت راو نه وړي او اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا له اصولو تیر نشي، د سولې د مذاکراتو لاره لا هم اوږده، ستونزمنه او له خنډونو ډکه ښکارېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto
  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto