news اخبار فوری
clock

امریکا د اندېښنې وړ هېوادونو د وګړو د ګرین کارټونو سختې بیاکتنې پيل کړې؛ د افغانانو مهاجرتي دوسیې ځنډول شوې

امریکا د اندېښنې وړ هېوادونو د وګړو د ګرین کارټونو سختې بیاکتنې پيل کړې؛ د افغانانو مهاجرتي دوسیې ځنډول شوې

واشنګټن – د امریکا د تابعیت او مهاجرت د خدماتو  مشر، جوزف اډلو، اعلان کړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې لارښوونې له مخې د هغو هېوادونو د اتباعو د ګرین کارټونو پراخه، سخت‌ګیرانه او بې‌سارې امنیتي بیاکتنه پيل شوې چې د امریکا له نظره «د امنیتي اندېښنو سرچینې» ګڼل کېږي

اډلو ویلي چې دا ارزونه به د زرګونو هغو کسانو مهاجرتي اسناد تر کلکې څېړنې لاندې راولي چې د ټرمپ ادارې د اندېښنې وړ هېوادونو په لیست کې شامل کړي ديپه یوه اعلامیه کې ټینګار کړی:

د امریکا امنیت هېڅکله د معاملې وړ نه دی. موږ د هېڅ ډول احتمالي خطر د ننه کېدو اجازه نه ورکوو. د امریکا د خلکو ساتنه زموږ مطلق لومړیتوب دی

اډلو په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د مخکینۍ ادارې د «بې‌پروا بیا مېشتېدو» تګلارې د امریکا د خلکو د امنیت لپاره زیانمنې وې او اوسنی سخت‌ګیرانه اقدام د همدې خلا د ډکولو لپاره ترسره کېږي

د افغانانو غوښتنلیکونه تر نامعلومه وخته ځنډول شوي

دا پرېکړه په داسې حال کې رامنځته شوې چې څو ورځې مخکې د امریکا د مهاجرت ادارې اعلان کړی و چې د سپینې ماڼۍ ته نږدې د یوې امنیتي پېښې 

چې راپورونه وایي یو افغان یې په کې د ملي ګارد پر سرتېرو برید کړی – وروسته د افغان اتباعو ټول مهاجرتي غوښتنلیکونه «تر نامعلومه وخته» درولي دي

دغه ګام یو ناڅاپي او د پراخو اغېزو لرونکی تطبیقي اقدام بلل شوی چې زرګونه افغانان یې اندېښمن کړي دي؛ هغه افغانان چې یا په خطر کې دي، یا کورنۍ لري، او یا د جګړې او سیاسي محدودیتونو له امله د امریکا د پناه او مېشتېدو په پروسه تکیه کوي

شنونکي: دا پرېکړه به اوږدمهاله اغېزې ولري

سیاسي شنونکي او د کډوالۍ د حقونو مدافعین وایي چې دغه اقدام به د زرګونو کورنیو برخلیک لا پېچلی کړي او د هغو کسانو لپاره چې ژوند یې په خطر کې دی، سختې ستونزې رامنځته کړي

خو د امریکا حکومت وايي چې د ملي امنیت په اړه هېڅ ډول خطر د منلو نه دی او دا نوې ارزونه به ډاډ ورکړي چې یوازې هغه کسان چې هېڅ امنیتي ستونزه نه لري، د امریکا خاورې ته داخلېږي

نامعلومه راتلونکې

تر دې دمه روښانه نه ده چې دا سختې بیاکتنې به څومره وخت دوام وکړي او د افغانانو ځنډول شوې دوسیې به کله بیا فعالې شي. خو څرګنده ده چې د دې پرېکړې اغېزې به ژورې او پراخې وي او د زرګونو مهاجرو د ژوند په لوریو باندې به مستقیم تاثیر وکړي

د دې موضوع د لا پرمختګ لپاره نړیوالې او داخلي څارونکي له نږدې څارنه کوي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto