news اخبار فوری
clock

د کاناډا پارلمان د افغانستان د جنسي توپیر د پای ته رسولو نړېوال کنفرانس د کوربتوب چارې ترسره کړې

د کاناډا پارلمان د افغانستان د جنسي توپیر د پای ته رسولو نړېوال کنفرانس د کوربتوب چارې ترسره کړې

د کاناډا په پلازمېنه اتاوا کې د پارلمان ودانۍ د یوه مهم نړیوال کنفرانس کوربه وه چې موخه یې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیکې سرکوب‌ګرې پالیسۍ په اړه نړیوال هوښیارتیا رامنځته کول وو

دا ناسته چې «له کابل څخه تر اتاوا» تر عنوان لاندې ترسره شوه، د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د دیپلوماتانو، د ښځو د حقونو د مدافعانو او د کاناډا د پارلمان د غړیو په ګډون ترسره شوه

په دې غونډه کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې هدفمن محدودیتونه، بندیزونه او سیسټماتیک تبعیض باید د نړیوالو حقونو په چوکاټ کې د «جنسي آپارتاید» په نوم په رسمي توګه وپېژندل شي. د هغوی په باور، دا ډول سرکوب د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده او نړیواله ټولنه باید د دې پر وړاندې ګډ او قاطع دریځ خپل کړي

ګډونوالو غوښتنه وکړه چې نړۍ واله ټولنه دې د دې پدیدې قانوني جرم ګڼلو ته یو واضح چوکاټ جوړ کړي او د هغو کسانو په وړاندې دې نړیوال عدالت پلی شي چې د افغانستان د ښځو د بنسټیزو حقونو د سلبولو مسؤل دي. په غونډه کې دا پوښتنه راپورته شوه چې:

آیا نړیواله ټولنه چمتو ده چې د افغانستان د نیمایي وګړو د دفاع مسؤلیت په رسمي ډول پر غاړه واخلي؟

د غونډې په حاشیه کې، د افغانستان د له زرو څخه د زیاتو ښځو لاسلیک شوې یو مهم لیک هم د کاناډا لومړي وزیر ته وسپارل شو. په دې لیک کې د کاناډا له حکومت څخه غوښته شوې چې په نړیواله کچه د «جنسي آپارتاید» د جرم‌انګارۍ په برخه کې رهبري کوونکې ونډه واخلي

د ناستې تنظیموونکو ټینګار وکړ چې که نړیواله ټولنه بېړه ونه کړي، په افغانستان کې به د ښځو د حقونو له منځه وړل نور هم ژور او دوامدار شي. هغوی وویل چې دا مهال د افغان ښځو غږ له نړۍ سره د وصل یو مهم پړاو ته رسېدلی او د نړیوال چلند بدلون کول د وخت جدي اړتیا ده

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto